IQNA

د قرقزستان په بیشکک کې د کریسمس  ونه روښانه شوه

15:45 - December 20, 2021
د خبر لمبر: 3485148
تهران (ایکنا) - د حضرت عیسی مسیح علیه السلام د نیکمرغه زوکړې په درشل کې د قرقزستان په پلازمینې بیشکک کې د کریسمس د ونې د روښانه کیدا فلم په سوشل میډیا کې دخلکو پام ځان ته جلب کړی دی .

ایکناخبری آژانس راپور راکړ، د قرقزستان په پلازمینې بیشکک کې  په یولړ دستورو کې په دغه هیواد کې  د کریسمس اصلي وَنه روښانه شوه . وئیل کیږي ،د بیشکک ښاروالۍد نوي میلادي کال د  وَنې او د آلاتور چوک (چرته  چې دغه وَنه نندارې ته وړاندې کیږي ) پنځه اعشاره اوه میلیون صوم(د قرقزستان کرنسي)خرڅ کړي دي .

د کریسمس وَنه په رنګي مرچکَیو او بلبونو سره ښکلي کړائ شوي او معمولا تل د وَلې   او څنار په شان شنه ښکاري . ممکنه ده  یو ستوری د وَنې په سر وي  چې  دهغه ستوري ښودنه کوي ، چې د حضرت عیسی مسیح له زیږیدا وروسته  په آسمان کې ظاهر شو .

همداراز دغه ستوری مسیحیانو ته یادونه کوي ،چې له حضرت عیسی مسیح څخه د خپلې لارښونکي نور په څير پیروي وکړي او د درست بشریّت لپاره د ځلیدا هیله ده . 

ددغې ونې د روښانه کیدا دستورو په مناسبت یو ویډیوئي کلیب هم ستاسو خدمت ته وړاندې کیږي .

https://iqna.ir/fa/news/4022020/%D8

captcha